د بشري حقونو نړیوال سازمان په یوه تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د پاکستان تعلیمي نظام په نړۍ کې تر ټولو ناقص او بد نظام دی. ددغه سازمان په خبره په ۲۰۱۵ کال کې په اسلو کې غونډه وشوه او په هغه کې د پاکستان تعلیمي نظام د نړۍ تر ټولو ناقص نظام وبلل شو، چې له هغه مهاله تر دې دمه یې هېڅ راز مثبت بدلون نه دی کړی. په راپور کې راځي چې همدا اوس په دغه هېواد کې ۲۲ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته له تګ محروم دي. له دې ډلې درېیمه برخه یې نجونې دي. د بشري حقونو په دغه راپور کې راغلي چې د نجونو لپاره د پاکستان تعلیمي ادارې تر ټولو بدې دي او ډېری نجونې ددغه تعلیمي نظام د ستونزو له امله زده کړو ته زړه نه ښه کوي. په راپور کې راځي چې پر تعلیمي نظام د حکومت بې ځایه فشارونه، نا امني، غلط سیاستونه او ورته ستونزې ددې لامل شوې چې د پاکستان تعلیمي برخه زیانمنه شي.