د امریکا د کانګریس ځینو غړو ویلي داسې ښکاري چې جو بایډن له ایران سره شوي اټومي تړون ته د ورګرځېدو پلوی دی خو په خبره یې د نوموړي دا پرېکړه به د کانګریس له مخالفت سره مخ شي. د کانګریس غړو ویلي پر ایران باید بندیزونه دوام وکړي او دغه هېواد باید له خپلو ورانکاره فعالیتونو را وګرځول شی. پر ایران هغه مهال بندیزونه پیل شول چې پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اټومي تړون ووت او ایران یې په سیمه کې د ترهګرو شبکو ملاتړی وباله. نوموړي څو ځله پر ایران د برید ګواښ هم وکړ خو ګواښونه یې عملي نه شوی کړی.






































