د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر په خپلو وروستیو څرګندونو سره ترکیه په غصه کړې ده.
ژان ایو لودریان ویلي وو چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سعودي د خبریال جمال خاشقجي د وژل کېدو په اړه د معلوماتو په شریکولو سره یوه سیاسي لوبه پیل کړې ده.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د خپل فرانسوي سیال دغه څرګندونې د نهمنلو وړ بللې دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ټینګار کړی چې هېواد یې د سعودي د وژل شوي خبریال جمال خاشقجي په اړه معلومات له پاریس سره شریک کړي دي.
مولود چاووش اوغلو په دې اړه ویلي: «پوهېږم چې د اکټوبر په ۲۴مه زموږ استخباراتو او همکارانو د ثبت شویو غږونو په شمول معلومات چې کله فرانسې یې غوښتنه وکړه، سمدستي د دغه هېواد له استخباراتو سره شریک کړل. که څه هم ژان ایو لودریان وایي چې په دې اړه هېڅ ډول معلومات په لاس کې نه لري او دا ډېره د شرم خبره ده چې زموږ ولسمشر د سیاسي لوبو په کولو تورنوي».
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان وروستۍ څرګندونې تر پوښتنې لاندې راوستې دي.
اردوغان ویلي چې هېواد یې د خاشقجي د قتل په اړه ثبت شوي غږونه له متحده ایالاتو، سعودي عربستان، جرمني، فرانسې او بریټانیا سره شریک کړي دي.
خو لودریان ویلي چې خبر نه لري چې فرانسې دې داسې کوم صوتي کسټ ترلاسه کړی وي.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا اردوغان درواغ وایي ويلي چې هغه په دغسې شرایطو کې یوه سیاسي لوبه ترسره کوي.
که ترکیې دغه شواهد له فرانسې سره شریک کړي، نو بیا ولې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر دا ډول څرګندونې کوي؟ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په ضمني ډول ویلي، فرانسه به د دغه قتل د پوښلو هڅه کوي.
خاشقجي چې د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان له سختو منتقدینو و، تېره میاشت په استانبول کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې ووژل شو.
د ترکیې ولسمشر ویلي چې د دغه قتل امر د سعودي عربستان د حکومت جګپوړو چارواکو ورکړی دی.
د سعودي چارواکو تأیید کړې چې خاشقجي په عمدي توګه وژل شوی دی.