له تېرو څو ورځو راهیسې په مسکو کې د الکسي ناولني د نیول کېدو په غبرګون کې لاریونونه روان دي چې د حکومت له لوري ځپل کېږي. د روسیې حکومت لاریون کوونکو ته امر کړی چې لاریونونه پای ته ورسوي او که یې اوامر عملي نه کړي نو پولیس به یې پر وړاندې له لا ډېر فشار کار واخلي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د مسکو پر دغه اقدام غبرګون ښودلی او هغه یې د بیان د ازادۍ خلاف عمل بللی دی. امریکا ویلي چې مسکو دې د الکسي ناولني په ګډون ټول لاریونه کوونکي له بند خوشي کړي.






































