د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په تاشکند کې یې له ازبکستاني چارواکو سره د رېل پټلۍ پر غځولو او له مرکزي اسیا سره د پاکستان د سوداګریزو اړیکو پر څرنګوالي خبرې کړې دي. پاکستان ویلي چې د ازبکستان په مرسته غواړي ددغه هېواد له لوري تر مزار شریف ښار پورې جوړه شوې رېل پټلۍ د افغانستان له لارې له پېښور سره وصل شي. پاکستاني لوري ویلي چې ازبکستان په دې اړه ورسره د همکارۍ ژمنه کړې ده. ازبکستاني چارواکو دا مسئله له افغان لوري سره هم مطرح کړې ده او زیاته کړې یې ده چې د رېل پټلۍ دغه درې اړخیزه پروژه به په ګډه ارزول کېږي او د جوړولو لپاره به یې کار پيلېږي.



































