د خوست د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې په اډانه کې په دغه ولایت کې د ۶۸ زېرمتونو رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شول.
د یاد ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دغو ۶۸ پروژو کې ۱۹ د پیازو او ۴۹ د کچالو زېرمتونونه شامل دي، چې د برخمن شویو بزګرانو په لس سلنې ونډې سره د خوست ولایت په مرکز او اړوندو شپږو ولسوالیو کې کرندګرو ته جوړې شوې، چې له دې لارې به کروندګر وکولای شي خپل راټول کړي حاصلات په کور دننه خوندي او د اړتیا په صورت کې بازار ته وړاندې کړي.
د چارواکو په خبره، د دغو پروژو ټولیز لګښت ۳۷ میلیونه او ۳۸۰ زره او ۱۳۷ افغانۍ دی، چې ۹۰ سلنه یې د کرنې وزارت او لس سلنه نور یې برخمن شوي بزګران ورکوي.



































