بلخ کې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام له خوا پر ۱۲۰۰ تنو مالدارانو د مرستې د وېش لړۍ پيل شوه.
شمال زون کې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام عمومي مسوول فهيم جباري د يادو مرستو د وېشلو په پروګرام کې وويل چې سږ کال به د شمال په پنځو ولايتونو کې پر شاوخوا ۴۳۰۰ مالدارانو باندې دغه مرستې ووېشل شي.
هغه زياته کړه چې په دغو مرستو کې حيواني خواړه، د شيدو لوشلو ماشينونه، حيواني درمل او د طويله خانو د جوړولو او پاک ساتلو وسايل شامل دي.
نوموړی همدا راز ويلي چې هر مالدار سره د مرسته شوې بستې ارزښت لس زره افغانۍ دی، چې بلخ ولايت کې به ۱۲۰۰ تنه مالداران تر پوښښ لاندې ونيول شي.
د جباري په خبره، دغه مرستې به د بلخ په اتو ولسواليو کې پر مالدارانو ووېشل شي او زياته يې کړه چې نور مالداران او ولسوالۍ به راتلونکی کال تر پوښښ لاندې ونيول شي.