د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په هېواد کې د جګړو له ډېرېدو اندېښنه ښيي. دغه وزارت وایي د جګړو په ډېرېدو ښایي د کورنیو بېځایه شوو شمېر لوړ شي او په دې سره به د خلکو ستونزې نورې هم ډېرې شي. دغه وزارت له مرستندویه موسسو غوښتي چې په دې حساسو شرایطو کې له بې ځایه شوو او زیانمنو شوو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي. کډوالو وزارت وایي چې روان کال ۷۵ زره کورنۍ بېځایه شوې دي چې ښایي د جګړو په ډېرېدو سره دا شمېره لوړه شي. تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نورو نړیوالو موسساتو هم په افغانستان کې د کډوالو او بېځایه شوو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده او د کورنۍ کډوالۍ تر ټولو ستر لامل جګړه او تاوتریخوالی بولي.



































