د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د کندوز په ګډون ممکن د یو شمېر نورو ولایتونو رایې بیا وشمېرل شي.
دغه کمېسیون وايي، د یو شمېر نورو مرکزونو په اړه جدي شکایتونه موجود دي چې ممکن رایې یې بیا وشمېرل شي.
د دغه کمېسیون مرستیال ویاند میرزامحمد حق پرست ازادي راډيو ته ویلي چې د کندوز ولایت د ټاکنیزو مرکزونو په اړه زیات شکایتونه موجود دي، نو له همدې کبله په دغه ولایت سربېره ممکن د ځینو نورو ولایتونو رایې بیا وشمېرل شي.
نوموړي ویلي: «اټکل یې نه شو کولای، خو په دې اړه به په خپل وخت معلومات شریک کړو، ویلای شو چې د کندوز په اړه زیات شکایتونه موجود دي، د دې احتمال شته چې د کندوز د ځینو مرکزونو رایې بیا وشمېرل شي.»
تر دې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کابل او پنجشېر ولایتونو د رایو بشپړ او همداشان د یو شمېر نورو ولایتونو د رایو د ځینو مرکزونو د بیا شمېرلو پرېکړه کړې وه.
دغه کمېسیون همداراز ویلي، د ولسي جرګې د ۳۲ ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د لیندۍ په دویمه او د کابل ولایت د ټاکنو پایلې به د همدې میاشتې په لسمه اعلان شي.
د دغه کمېسیون مرستیال ویاند وايي چې تر اوسه د لسو ولایتونو د بایومېټریک معلومات سرور ته داخل شوي او دغه پروسه به په کم وخت کې بشپړه شي.
حق پرست وايي، د کمېسیون کارونه له مهالوېش سره سم په مخ روان دي او له اعلان شوي وخت سره به سم د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
که څه هم د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا د شفافیت لپاره د رایو بیا شمېرل اړین بولي، خو په دې برخه کې دعدالت تامین مهم بولي.
د دغه بنسټ اجرایوي مشر یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل، وېره شته چې ځینې مغرض کسان به د رایو د بیا شمېرنې په بهانه فساد ته لاره هواره کړي.
نوموړي وویل: «خدای مه کړه، بیا شمېرنه فساد ته لاره هواره نه کړي، موږ اندېښمن یو چې ځینې مغرضې کړۍ او اشخاص په کمېسیون فشار را نه وړي او په رایو شمېرلو کې ګوتې ونه وهي، د دې پرځای چې عدالت ته زمینه برابره کړي، فساد ته لاره هواره نه کړي.»





























