د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي چې د دغې ډلې د سیاسي دفتر مشر ملا برادر او ورسره پلاوي د ترکمنستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف او نورو چارواکو سره کتلي دي. د نوموړي په خبره په دې لیدنه کې په ځانګړې توګه د ټاپي پایپ لاین، اورګاډي پټلۍ او نورو لویو پروژو په اړه خبرې شوې دي او د طالبانو له لوري د یادو پروژو په ګډون د ټولو سترو پروژو د عملي کېدو په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی. هغه ویلي چې په دې لیدنه کې دغه راز د افغان سولې او د افغانستان پر روان وضعیت، په افغانستان کې د ترکمنستان هيواد د پيل کړو پروژو د ملاتړ، د بنديانو د خلاصون او په تعليمي او صحي چارو کې په همکاریو بحث او خبرې اترې شوې دي.



































