یکشنبه, نوومبر 1, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کابل کې د کرنیزو محصولاتو ۳۵م نندارتون جوړیږي

    کابل او استانې روغتیايي برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

    د یوناما مشرې ننګرهار ته سفر کړی

    مجاهد: د افغانستان په اړه د روبیو معلومات یو اړخیز دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کابل کې د کرنیزو محصولاتو ۳۵م نندارتون جوړیږي

    کابل او استانې روغتیايي برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

    د یوناما مشرې ننګرهار ته سفر کړی

    مجاهد: د افغانستان په اړه د روبیو معلومات یو اړخیز دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د حکومت له مخالفت سره سره، د سولې لپاره د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډ خبر له هرکلي سره مخ شوی دی

نوومبر 14, 2018
in افغانستان
0 0

 

ولسمشرۍ ماڼۍ د امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال پر هغه راپور غبرګون ښودلی چې ویلي یې دي، د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډ غوښتنه کړې ده.

د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري ویلي چې د ولسمشرۍ ټاکنې د اساسي قانون د حکم پر بنسټ پر خپل وخت کېږي.

چخانسوري رسنيو ته په استولي پيغام کې ویلي دي، د خلکو له هغې غوښتنې پرته چې په اساسي قانون کې تصریح شوې بل هېڅ انتخاب د منلو نه دی.

چخانسوري ويلي: «د ولسواکۍ په پروسه کې د خلکو د واک دوام یو لازمي اصل دی، د افغانانو هغه غوښتنه چې د هېواد په اساسي قانون کې صراحت لري، بل انتخاب د منلو وړ نه ‌دی، افغان حکومت د هېواد د اساسي قانون له مخې او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له لوري د جمهوري ریاست د ۱۳۹۸ لمریز کال د انتخاباتو اعلان شوې نېټې ته ژمن دی».

امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال په يوه مقاله کې ويلي چې د امریکا حکومت ښایي په افغانستان کې د سولې خبرو د بریالیتوب لپاره له افغان حکومته وغواړي چې د راتلونکي کال د ولسمشرۍ ټاکنې وځنډ‌‌‌‌وي.

ورځپاڼې لیکلي، یو شمېر امريکايي چارواکي وېره لري چې د خلیلزاد له لوري پیل شوې د سولې هڅې ښايي له افغان ټاکنو سره د ملو لانجو او اوږدې سیاسي ترينګلتیا له امله شنډې شي.

ويل کېږي چې خليلزاد له افغان سياسيونو سره په ليدنو کې درې وړانديزونه مطرح کړي، چې د ولسمشريزو ټاکنو له ځنډولو، د لويې جرګې له رابللو او دغه راز د موقتې ادارې له رامنځته کولو څخه عبارت دي.

که څه هم وال سټریټ ژورنال خپلې سرچینې نه ‌دي په ډاګه کړې، خو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ستر سلاکار فضل محمود فضلي ویلي چې خلیلزاد په خپل وروستي سفر او له افغان چارواکو سره په لیدنه کې د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډولو مسئله نه‌ ده مطرح کړې.

د ملي يووالي حکومت اجرايه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله هم د امريکا له سفير سره تر ليدنې وروسته ويلي چې ولسمشريزې ټاکنې به پر خپل وخت کېږي.

د وال سټرېټ ژورنال پر راپور غبرګونونه بېلابېل دي، خو په ټوله کې ويل کېږي چې که د سولې پروسه بريالۍ کېږي نو د ټاکنو ځنډ بايد ډېر جدي ونه نيول شي.

د چارو شنونکی مشتاق رحيم وايي، د موقتې ادارې د رامنځته کېدو پلوی نه دی خو د سولې لپاره د ولسمشريزو ټاکنو ځنډېدل جدي موضوع نه بولي.

په ورته وخت کې د سولې عالي شورا مرستیال عزیز الله حاجي دین محمد هم وايي چې سولې ته بايد لومړيتوب ورکړل شي.

دی وايي: «موږ باور لرو، چې په هره اندازه چې د سولې لپاره زیات کار وشي، هغې ته نږدې شو او دې کار ته لومړیتوب ورکړل شي، د ملت په خیر ده، په سوله کې به انتخابات هم په ښه شکل ترسره شي».

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د راتلونکي کال د وري ۳۱مه د ولسمشريزو ټاکنو د ورځې په توګه اعلان کړې ده.

Tags: featured
Share56Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کابل کې د کرنیزو محصولاتو ۳۵م نندارتون جوړیږي

نوومبر 1, 2026

کابل او استانې روغتیايي برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

نوومبر 1, 2026

د یوناما مشرې ننګرهار ته سفر کړی

نوومبر 1, 2026

مجاهد: د افغانستان په اړه د روبیو معلومات یو اړخیز دي

نوومبر 1, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In