کرنې وزارت وايي چې په هېواد کې د زعفرانو سږني حاصلات نږدې ۲۱ ټنو ته رسېدلي دي.
د یاد وزارت په خبره، هرات، بلخ، فاریاب، کندز، فراه او دایکنډي هغه ولایتونه دي، چې د هېواد تر ټولو ډېر زعفران تولیدوي.
د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، د زعفرانو ۴۰۷ ننداریزې کروندې جوړول،۸۶۰ زعفران کارو مېرمنو ته روزنه ورکول، یو زر او ۸۸۸ نارینه زعفران کارانو ته روزنه ورکول، زعفران کارانو ته په کرونده کې د ۲۰ روزنیزو برنامو ایجاد، د ۲۹ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت د هرات په ولایت کې د زعفرانو د څېړنیز انسټیټوټ ودانۍ جوړول او د زعفرانو ۱۸۵ زره او ۵۰۰ کیلوګرامه پیازو وېشل، په ۱۳۹۹یم کال کې د زعفرانو د کرکېلي د پراختیا او دودولو په پار د کرنې وزارت کړنې دي.
رستمي زیاتوي، په ۱۳۹۹یم کال کې په نږدې اووه زره او ۹۰۰ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوي وو چې له دې ډلې تر ټولو ډېر یې په هرات کرل شوي وو.



































