د قطر ددفاع وزیر ډاکټر خالد بن محمد د امریکا ددفاع له وزیر جیمز متیس سره د خبرو پر مهال ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې د ناټو له ماموریت ملاتړ کوي او د ترهګرۍ ضد مبارزه کې همکارۍ ته تیار دی. د خالد په خبره قطر تل هڅه کړې چې په نړۍ کې د ترهګرۍ جرړې ختمې شي او د ټولو هغو مبارزو ملاتړ یې کړی چې په مرسته یې ترهګري ختمېدلی شي. د امریکا ددفاع وزیر جیمز متیس هم ویلي چې قطر د افغان ستونزې په حل کې پوره مرسته کولی شي. دده په خبره امریکا غواړي چې په قطر کې خپله شته نظامي اډه پراخه کړي او پر دې مسئله ددواړو لورو ترمنځ بحثونه هم شوي دي. د قطر ددفاع وزیر ویلي چې د یوه منظم پلان له مخې به په قطر کې د امریکا هوایي اډه پراخه شي او قطر به هم د ناټو له ماموریت خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.






































