کرنې وزارت وایي، کاناډا ته د افغانستان د وچې مېوې صادرات پیل او تازه ۱۴ ډوله وچه مېوه د ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت ولېږدول شوه. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، ياد محصولات د ځمکني ټرانسپورټ له لارې د ازبکستان او ترکيې له لارې کاناډا ته صادر شوي دي.
د رستمي په خبره، د وچې مېوې دا صادرات د راز فوډ په نوم يو خصوصي شرکت ترسره کړي دي. نوموړی زیاتوي، د افغانستان محصولات په ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونو، منځنۍ اسیا، سوېلي اسیا، چین او خلیج کې ډېر او لوی مارکېټونه لري او په نږدې راتلونکي کې به يې د خلیج او منځنۍ اسیا هېوادونو ته هم صادرات پيل شي.
د کرنې وزارت د مسوولینو په وینا، هڅه کوي چې په بېلابېلو زونونو کې د وطني محصولاتو د بسته بندي مرکزونه جوړ شي، ترڅو د هېواد د صادراتي محصولاتو بستهبندي له نړیوالو معیارونو سره سمه وشي.



































