ولسمشر غني د لومړي ځل لپاره د خپلې واکمنۍ پر مهال د وژل شوو افغان سرتېرو شمېره بربنډه کړه. نومړوي په جان هاپکینز پوهنتون کې د ویډيويي وینا له لارې وویل، چې په تېرو څلورو کلونو کې څه باندې اته ویشت زره افغان سرتېري وژل شوي دي. تر دې وړاندې امریکایي چارواکو د افغان ځواکونو د تلفاتو د شمېرو پر خپرولو بندیز لګولی و. ولسمشر ویلي چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې ۲۸۵۲۹ افغان سرتېري وژل شوي دي. په دې توګه نو د محاسبو له مخې هره میاشته ۵۹۴ افغان سرتېري په دې جګړه کې وژل شوي دي. د ملي یووالي پر حکومت یوه نیوکه دا هم ده، چې دوی و نه شوی کړی د وسله والو طالبانو تهاجمي بریدونه په شا وتبموي او د لومړي ځل لپاره دغه وسله والې ډلې په مستقیمه توګه تهاجمي بریدونه پيل کړي دي. تر دې وړاندې هم د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه ورته شمېرې خپرې شوې وې چې خورا د اندېښنې وړ دي.






































