په کندهار کې زرګونه کورنۍ د وروستیو جګړو له امله بې ځایه شوې او له سختو ستونزو کړېږي. د بېځایه شوو کورنیو استازي وایي میاشتې کېږي چې د کندهار په پنځمه حوزه کې مېشت دي او د خوراکي توکو او اوبو له کمښت سره مخ شوي دي. دوی له حکومت او مرستندویه موسسو غواړي چې مرستې ورسره وکړي. دغه کډوالو همدا راز پر طالبانو او افغان حکومت غږ کړی چې ژر تر ژره ددوی په سیمو کې روانه کړې جګړه پای ته ورسوي چې دوی بېرته خپلو مېنو ته ستانه شي او له دې سختیو خلاص شي. دوی وايي د دواړو خواوو مشران دې د پردیو خبرې نه مني بلکې د خپلو ولسونو غږ دې واوري او سوله دې راولي.



































