د پاکستاني پوځ غړی او لووړپوړی افسر طاهر داوړ څو ورځې وړاندې په اسلام اباد کې تښتول شوی و. له تښتول کېدو وروسته یې مړی پیدا شو خو تر اوسه ددغه پېښې عاملین نه دي نیول شوي. پاکستاني حکومت په دې اړه له نظر څرګندولو ډډه کړې ده، خو دې مسئله په پاکستان کې سخت غبرګونونه پارولي دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو ویلي چې پاکستانی حکومت دې د طاهر داوړ د وژل کېدو په اړه معلومات ورکړي. ددغه غورځنګ یوه غړي محسن داوړ بیا ویلي هغه کسان چې د پاکستان په حکومت کې کار کوي او پښتانه دي باید خپل ژوند ته متوجه وي. د پښتونژغورنې غورځنګ غړي وایي چې دا قضیه به روښانه کوي او له دې مسئلې دومره ساده نه تېرېږي.