د سپوټنیک اژانس د خبر له مخې، په فرانسه کې د یوې پوځي چورلکې نسکورېدو پېښه کې پنځه فرانسوي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. فرانسوي چارواکو رسنیو ته ویلي چې دا پېښه نن د دغه هېواد په غرنۍ سیمه کورشویل کې رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې دوه سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې، په پېښه کې د ټپي شویو سرتېرو له ډلې د یو هغه روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی. تر اوسه د پېښې د څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي خو پولیسو ویلي چې دوی په دې اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي.






































