د پاکستان او افغانستان تر منځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار شوی دی. د هېواد د پارلماني چارو وزیر په پاکستان کې ددغه هېواد له پارلماني چارو وزیر علي محمد خان سره کتلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو د اړیکو پر پراختیا او د سولې لپاره پر کار کولو ټینګار کړی دی. د پاکستان د پارلماني چارو وزیر ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي او په ټوله سیمه کې د ثبات غوښتونکی دی. د هېواد د پارلماني چارو وزیر فاروق وردګ هم په دې لیدنه کې ویلي، چې ددواړو هېوادونو د پارلمانونو ترمنځ دې راشه ورشه ډېره شي څو په دې توګه د ولسونو ترمنځ اړیکې ټینګې شي. د وردګ په خبره په دې توګه به ستونزې کمې او تفاهمات ډېر شي. د پاکستان د پارلماني چارو وزیر ویلي چې په دې اړه به له خپل حکومت سره خبرې کوي او د پارلماني اړیکو د ټینګولو لپاره به کار کوي.




































