غزه کې د فلسطینیانو او اسراییلو تر منځ تاوتریخوالي ګې اووه کسان وژل شوي دي. د دوشنبې له ورځې راهیسې اسراییلو ته د سخت دریځو وسله والو له لوري لږ تر لږه ۴۰۰ توغندي توغول شوي او اسراییلي هوايي ځواک تر اوسه د وسله والو ۱۵۰ هدفونه بمبار کړي دي. غزه کې د اسراییلو بمباریو پایله کې شپږ فلسطینیان وژل شوي، چې څلور یې وسله وال دي او سویلي اسراییلو کې د توغندي یوه برید کې یو فلسطینی وژل شوی دی. بل لور ته ملګرو ملتونو له ټولو لوریو غوښتي چې له زغمه کار واخلي. تاوتریخوالی هغه مهال ډېر شو چې د یکشنبې پر ورځ غزه کې دننه د اسراییلي ځانګړي ځواک پټ عملیات په ډاګه شول. دې عملیاتو کې د حماس د یوه قومندان په ګډون اووه وسله وال او د اسراییلو ځانګړي ځواک یو ډګرمن هم وژل شوي وو.