کرنې وزارت وايي، چې په ننګرهار ولايت کې د نږدې ۳۳ میلیونو افغانیو په ارزښت پنځه زېربنایي پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.
د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي ویلي، یادې پروژې چې د کرنې وزارت د اقليمي بدلونونو له امله د رامنځته کېدونکو ګواښونو د کچې ټيټولو پروژې له خوا پلې شوي دي.
د رستمي په وینا، په دغو پروژو کې د کانالونو بیارغول او د استنادي دېوالونو جوړول شامل دي. رستمي زیاته کړې، د دغو پروژو په پلي کېدو سره څلور زره جریبه ځمکه خړوبېږي او دوه زره او ۵۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې د سیلابونو له ګواښونو خوندي شوي، چې د بزګرانو د حاصلاتو په زیاتوالي او د دوی په اقتصادي وده کې رغنده رول لوبوي. د یاد وزارت په وینا، د دغو پروژو په پلي کېدلو سره سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.



































