ه کلیفورنیا کې د وژلو شوو کسانو شمېر پنځوسو ته رسېدلی. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د کلیفورنیا ایالت په ځنګلي سیمو کې لا هم پراخه اورلګېدنه شته ده، چې له امله یې زرګونه کسان هڅه کوي له خپلو کورونو وتښتي. د امریکا حکومت تر یوې اندازې بریالی شوی چې د اور د پرمختګ مخه ونیسي. رسنۍ وايي چې د مړو شمېر پنځوسو ته رسېدلی دی خو تر ۲۰۰ ډېر کسان د پېښو له امله لا درکه دي. داسې احتمال شته دی چې دغه کسان به هم سوي وي. امنیتي ادارې وایي چې د ورکو کسانو د پلټنې عملیات یې هم پيل کړي دي. په کلیفورنیا کې له څو ورځو راهیسې سخته اورلګېدنه روانه ده. ددغه اورلګېدنې له امله د امریکا پر حکومت او د ټرمپ پر ادارې سختې نیوکې شوې دي.