جو بایډن د ټرمپ پر نه محاکمه کېدو غبرګون ښودلی دی. وروسته تر هغه چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا له سنا برات واخیست، بایډن په خپلو څرګندونو کې وویل چې دا مسئله په امریکا کې د ولسواکۍ کمزوري ښيي. دده په خبره په دې هېڅ سترګې نه شي پټېدلی چې ټرمپ پر کانګریس د لاریون کوونکو د برید لامل او هڅوونکی و، خو د امریکا سنا لکه څنګه چې اړتیا وه هسې پرېکړه و نه شوی کړی. نوموړي ویلي دا مسئله ښيي چې د امریکا په سنا کې ولسواکۍ ته درنښت نه دی پاتې. د امریکا سنا تېره ورځ د ټرمپ د استیضاح او محاکمې لپاره رایه واچوله خو دې پروسې د اړتیا وړ رایې ونه ګټلې او ټرمپ برات واخیست.






































