دغه موټر چلوونکو په تازه څرګندونو کې ویلي چې لا یې هم حکومت د ستونزو د حل لپاره اقدام نه دی کړی. موټر چلوونکي وایي چې له لسو ورځو راهیسې یې د هېواد په بېلو سیمو کې موټرونه درولي دي خو هېڅوک یې هم غږ نه اوري او نه هم ددوی د ستونزې د حل لپاره کوښښ کوي. موټر چلوونکو له شاوخوا دوو اونیو راهیسې په حکومت او لویو لارو کې د فساد، نا امنیو او امنیتي ځواکونو د ناسم چلند پر وړاندې اعتصاب کړی دی او ټینګار کوي چې که یې حکومت ستونزه حل نه کړي نو دوی به خپل اعتصاب ته ادامه ورکړي. خو په حکومت کې هېڅوک هم ددې موټرچلوونکو غږ نه اوري او نه هم اړوندې ادارې په دې اړه رسنیو ته څه وايي.



































