وسله والو طالبانو تېره شپه د میدان وردګو ولایت په سید اباد ولسوالي کې د بریدونو پر مهال د ملي اردو لږ تر لږه نهه سرتېري وژلي دي. د ميدان وردګو د امنيې قوماندانۍ وياند حکمت دراني وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د سيداباد ولسوالۍ د منګليو په سيمه کې د ملي اردو پر پوسته بريد کړی، چې په پایله کې یې د ملي اردو نهه سرتېري وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان دي. د هغه په وينا، دغه پوسته د لنډ وخت لپاره د وسله والو مخالفينو لاسته ته لوېدلې وه خو بېرته دولتي ځواکونو نيولې ده. په ورته وخت کې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو تېره شپه د منګليو پوسته نيولې او په دې پوسته کې د دولتي ځواکونو نهه کسان وژل شوي. دى وايي چې طالبانو دغه راز د سیداباد په باقرخېلو، عزیز کلا او عبدالمحي الدین سيمو کې هم پر دولتي ځواکونو بريدونه کړي او ١٤ سرتېري یې وژلي دي.




































