د راپورونو له مخې د حوثي یاغیانو بې پيلوټه الوتکو پر دغه هوايي ډګرونو برید کړی دی او مالي زیانونه یې اړولي دي. د سعودي عربستان حکومت بیا وایي حوثیانو له چاودېدونکو توکو ډکه الوتکه د الابها هوایي ډګر پر لور توغولې وه چې ددوی له لوري خنثی شوې ده. له دې سره جوخت رویټرز هم وایي چې په جده او ابها هوايي ډګرونو کې د یادو پېښو له امله دوه ساعته پروازونه درېدلي وو.






































