د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي وایي، که څه هم د هېواد په ډېریو سمیو کې امنیتي ګواښونه ډېر، خو امکانات کم دي، دوی هڅه کوي په همدې کمو امکاناتو د وسله والو د تحرکاتو مخنیوی وکړي. نوموړي دغه څرګندونې نن د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته په خبرو کې کړې دي. بهرامي وویل، دا مهال، په غزني، غور، فاریاب، روزګان، میدان وردګ او بغلان ولایتونو په یو شمېر سیمو کې جګړې روانې دي. هغه د غزني جاغوري، مالستان، د غور چهارصده او خاص اروزګان هغه ولسوالۍ یادې کړې چې له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي. بهرامي وویل چې د یادو امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره د دوی ځینې امنیتي پلانونه پلې شوي او یو شمېر نور د پلې کېدو په حال کې دي. نوموړي زیاته کړه چې د غزني د وضعیت د کنټرول لپاره د دفاع وزارت لوی درستیز په غزني کې دی او په خبره یې ژر به وضعیت د دوی تر کنټرول لاندې راشي.



































