د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل د اروپایي ځواک د رامنځته کېدو غوښتنه کړې ده. نوموړې دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې څو ورځې وړاندې د فرانسې ولسمشر ایمانول مکرون وویل چې اروپا د خپل ځان ساتنې لپاره یو داسې ځواک ته اړتیا لري چې د چین، روسیې او ان امریکا پر وړاندې د ځان د دفاع وړتیا ولري. میرکل چې په ستراسبورګ کې یې د اروپا پارلمان ته خبرې کولې وویل، د یو ګډ اروپایي ځواک را منځته کېدل به دا وښیي چې نور هیڅکله د اروپایي هېوادونو تر منځ شخړه نه کېږي. میرکل ویلي چې د دې پوځ د جوړېدو یواځینۍ موخه د اروپا دفاع او ساتنه ده. دوی دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې ټرمپ له اروپایي ټولنې غوښتنه کړې چې په ناټو تړون کې دې خپله ونډه او ژمنې پر ځای کړي.