د ارزگان ولایت د کرنې ریاست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې نږدې ۷۴ پراختیايي پروژې پلي شوې دي.
یاد ولایت د کرنې رییس انجنیر احمدشاه خیري ویلي چې دغه ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژو ترڅنګ نږدې ۷۴ پراختیایي پروژې پلې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې په دغو پروژو کې د پیازو او کچالو صفر درجې زېرمتونونه، د مڼو او انارو سړې خونې، نوي بڼونه، د نیالګیو قوریې جوړول، د اصلاح شویو تخمونو وېش، د حیواني او نباتي ناروغیو مخنیوی، بزګرانو اومالدارانو ته روزنیز پروګرامونه او عامه پوهاوی شامل دي.
خیري ویلي، چې په ۱۳۹۹یم کال کې دوی يو زر او ۲۴۰ جریبه نوي بڼونه جوړ کړي دي. هغه زياته کړې، چې د یادو پروژو په پلي کېدو سره د ارزګان ولايت د کرنې په سکټور کې د پام وړ بدلون رامنځته شوی او ترڅنګ یې ګڼو خلکو ته اوږدمهال او لنډمهالې دندې برابرې شوي دي.



































