د بخښنې نړیوال سازمان له ایراني چارواکو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې د اهواز عرب توکمي لږکیو د هغو کسانو په اړه معلومات ورکړي چې په بند کې ساتل کېږي او ورسره د اړیکو نیولو امکانات نشته. یاد سازمان چې مرکز یې په لندن کې دی، دا غوښتنه نن داسې مهال کوي چې تېره ورځ په ایران کې د ۲۲ کسانو د مخفي اعدام په اړه راپورونه خپاره شول. ایراني چارواکو بیا ویلي چې یاد کسان دوی نه دي نیولي. د راپورونو له مخې دا کسان وروسته تر هغه نیول شوي چې په اهواز ښار کې پر پوځي پرېډ وسله وال برید لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل.