د ننګرهار د کرنې ریاست، د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژې (SNaPP2) په همکارۍ د دغه ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې په ۱۷۵۰ بېوزلو مالدارانو د څارویو ۸۸ مټریک ټنه متراکم خوراکي توکي وېشلي دي.
د ننګرهار د کرنې رییس انعام الله صافی وایي، چې د یاد ولایت د پچیراګام ، چپرهار، روداتو، مومندرې، لعلپورې، بټي کوټ، غني خېل، ګوشتې، کامې، کوزکونړ، دره نور، بهسود او خوګیانو ولسوالیو پر ۱۷۵۰ بېوزله مالدارانو د څه باندې ۲.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت ۸۸ مټریک ټنه د څارویو متراکم خوراکي توکي وېشل شوي دي.
صافی وایي، چې د یادو حیواني خوراکي توکو د وېش موخه مالدارانو ته د متراکمو خوراکي توکو دودول، د مالدارانو هڅول، د لبنیاتو او غوښو زیاتوالی، د مالونو ښه روزنه، د مالدارانو ملاتړ او په بېړنیو حالاتو کې له مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته کول دي.



































