پاکستاني چارواکي وايي له افغانستان او ایران سره پر کرښه د خاردار سیم په لګولو امنیتي تدابیر زیاتوي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، شیخ رشید احمد ویلي چې له افغانستان او ایران سره پر کرښه د خاردار سیم په لګولو سره امنیتي تدابیرو کې ښه والی او زیاتوالی راولي. شیخ رشید ویلي، چې افغانستان سره پر پرته ۹۰ سلنه کرښه یې خاردار سیم لګولی او پاتې لس سلنه به په راتلونکو څلورو میاشتو کې ولګوي.






































