اروپايي هېوادونو ایران ته د اټومي فعالیتونو په تړاو نوی خبرداری ورکړی دی. فرانسې، برېتانیا او جرمني په ګډه خپره کړې اعلامیه کې له ایران غوښتي چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته د خپلو فعالیتونو د څار بشپړه اجازه ورکړي او په دې برخه کې دې ستونزې نه جوړوي. یادو هېوادونو له ایران غوښتي چې د اروپايي هېوادونو خبرداریو ته دې جدي پام وکړي او دغه هېوادونه دې سختو اقداماتو ته نه اړ باسي. ایران څو ورځې وړاندې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته د ایران پر اټومي فعالیتونو د څار اجازه ورکړه، خو دا پرېکړه د ایراني پارلمان له مخالفت سره مخ شوه او همدې مسئلې بیا د اروپايي هېوادونو غبرګون هم پارولی دی او له ایران یې نړیوالو هوکړو ته ژمن پاتې کېدو غوښتنه کړې ده.






































