روسي رسنیو راپور ورکړی دی چې مسکو او ریاض د نظامي همکاریو د یو نوي تړون د چمتو کولو په حال کې دي. د روسیا الیوم خبري شبکې د راپور له مخې، روسیه او سعودي د داسې یو تړون د چمتو کولو په حال کې دي چې پر بنسټ به یې دواړه هېوادونه یو بل سره نظامي همکارۍ لا پراخې کړي. راپور کاږي چې په دې تړون کې به له ترهګرۍ، سایبري بریدونو سره مبارزه، د پوځیانو روزنه، نظامي طب، نظامي تاریخ او نورې نظامي همکارۍ شاملي وي. د راپور له مخې، د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان شاوخوا دوه میاشتې وړاندې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره پر دغه تړون خبرې کړې وې او ممکن دا تړون ژر چمتو او د دواړو لوریو ترمنځ لاسلیک شي. د یادونې ده چې څه موده وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې سعودي غواړي په نظامي برخه کې په سلګونه میلیارده ډالر پانګونه وکړي.






































