د تاجکستان د انرژي وزارت لومړي مرستیال جمشید شایمزاده ویلي چې د کاسا زر پروژې تاجکي برخه کار به روان کال پای ته رسېږي. هغه زیاته کړې چې د دې پروژې اویا سلنه چارې بشپړې شوې او ټاکل شوې چې د روان کال په لړ کې یې ټول کار پای ته ورسېږي. نوموړي ویلي چې پر دې پروژه تر اوسه پورې ۱۱۵ میلیونه ډالر لګښت راغلی دی. شایمزاده څرګنده کړې، دوی هیله من دي چې د همدې پروژې له لارې به د برېښنا انتقال بهېر د روان کال تر پایه او یا هم د ۲۰۲۲ میلادي کال تر لومړیو پورې پیل شي. نوموړي ویلي چې افغانستان به پاکستان ته د همدې پروژې د انتقال له درکه خپله برخه ۲۲۰ کیلو واټه برېښنا تر لاسه کړي او په خبره یې په دې برخه کې به د شوي توافق پر اساس مخته لاړ شي.



































