د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، چې په جوزجان کې د ۲۱.۴ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۱۴پراختیایې پروژو کارونه بشپړ شوي دي.
د یاد وزارت ویاند محمد رفیق جنبش ویلي، چې د دغو پراختیایي پروژو په پلي کېدو سره سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغو پروژو کې د ۶.۴۵ کیلومتره ښاري برېښنا د شبکې غځول، ۴.۱ کیلومتره د اوبو رسولو یوه شبکه، ۲۶ د اوبو ویشونکي، د څښاک د اوبو اووه څاه ګانو کیندل شامل دي.
د یاد وزارت مسوولین وایې چې له دغو پروژو ۴۳۲۸ کورنۍ برخمنې شوې دي. د وزارت ویاند وایي، چې د ۲.۱ متره استنادي دېوال جوړول، د ۸.۲ کیلومتره درېیمې درجې سړک جوړول، د برېښنا د دوو ترانسفرمرونو لګول او د څښاک د اوبو د دوو زېرمو جوړول هم په دې پروژې کې شامل دي.



































