د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې د اورلګېدنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۶۰ تنو ته رسېدلی دی. د کلیفورنیا پولیسو امریکایي رسنیو ته ویلي چې اورلګېدنه پرلپسې قرباني اخلي چې تر اوسه یې شمېر ۶۰ کسانو ته رسېدلی دی. دوی دغه راز ویلي چې د کلیفورنیا په شمالي سیمو کې یادې اورلګېدنې ۵۶ کسان وژلي او شاوخوا ۱۳۰ تنه نور لا هم نادرکه دي. د راپورونو له مخې دې اورلګېدنې شاوخوا ۵۵ زره هکتاره ځمکه سوځولې او ۲۸۷ مرسته رسوونکي په سیمه کې دي او هڅه کوي نادرکه کسان پیدا کړي. چارواکو اندېښنه ښودلې چې ښایي د اورلګېدنې له امله د وژل شویو شمېر تر دې هم لوړ شي.