د کرنې وزارت اړوند د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې د نیالګیو اېښودو د پسرلني کمپاین په لړ کې په فراه ولایت کې ۵۳۱ نوي بڼونه جوړ کړي دي.
په دغو نویو بڼونو کې د انګورو ۲۸۴ جریبه، د انارو ۱۲۲ جریبه، د عنابو ۷۵ جریبه، د ناکو او الوچې ۵۰ جریبه متراکم بڼونه شامل دي، چې د خاک سفید او پشت رود په ولسوالیو کې جوړې شوي دي.
د یاد وزارت په خبره، یاد بڼونه په دې ولایت کې د کوکنارو د کرکېلي د کچې ټیټولو او د ارزښت لرونکو محصولاتو د دودولو په پار جوړ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې په یاد ولایت کې له ځمکې د خلکو محصولات یوازې کوکنار وو. یاد وزارت وايي، دوی به په دې ډول سره وکړای شي چې د کوکنارو د کرکیلې مخنیوی وکړي.



































