امریکایي چارواکو رسنیو ته ویلي چې دوی د روسیې له لوري د الکسي ناولني د مسمومولو په تړاو پر دغه هېواد بندیزونه وضع کړي دي. امریکا وایي دوی داسې اسناد موندلي چې ښيي هغه د روسیې د حکومت له لوري په قصدي توګه مسموم کړل شوی و. دا بندیزونه پر اوو روسي چارواکو او د کیمیايي موادو د تولید پر ۱۴ شرکتونو لګول شوي دي. اروپايي ټولنې هم له امریکا سره پر دې بندیزونو موافقه کړې ده. الکسي ناولني په روسیه کې د پوتین تر ټولو ستر مخالف کس بلل کېږي، چې تېر کال مسموم کړل شو، خو په المان کې تر درملنې وروسته بېرته ښه شو. دمګړی په مسکو کې بندي دی.






































