ولسمشر غني یو ځل بیا ټینګار کړی چې سوله یې لومړیتوب دع او د څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسولو غوښتونکی دی. نوموړي تېره ورځ د کابینې په غونډه کې د نورو مسایلو تر څنګ د سولې پر روان بهیر هم خبرې کړې دي. ولسمشر ویلي چې سوله د افغانانو لومړیتوب دی او دوی پوره څلوېښت کاله له خپل دغه مسلم حق محروم ساتل شوي دي. هغه د کابینې له غړو او والیانو غوښتي چې د سولې لپاره هڅه وکړي او له ولس سره اړیکې نږدې کړي. د ولسمشر غني په خبره څومره چې د حکومت چارې پیاوړې کېږي، شفافیت رامنځ ته کېږي او د ولس او حکومت ترمنځ اړیکې پیاوړې کېږي دومره د سولې د راتګ احتمال ډېرېږي. هغه د سولې په برخه کې د نړیوالو له همکاریو هم مننه وکړه او د افغان سولې په تړاو یې د روسیې وروستی دریځ هم ستایلی او د سولې په برخه کې یې ددغه هېواد همکاري اړینه بللې ده.