د کندهار ولایت ځایي چارواکي وایي د سیمې د خلکو او حکومت په هڅو ټولې هغه ستونزې حل شوې دي چې په کندهار کې د دهلې بند د پراختیا لپاره خنډ وي. د سرچینې په خبره ددغه بند شاوخوا زرګونه جریبه ځمکې استملاک شوې دي او خاوندانو ته یې په بدل کې نورې ځمکې ورکړل شوې دي. د کندهار ځایي چارواکي وایي چې ددغه بند د پراختیا چارې به د روان میلادي کال په نیمايي کې پيل شي. دهلې بند په کندهار کې له مهمو بندونو ګڼل کېږي چې د نړیوال بانک په شپږ سوه میلیونه مرسته رغول کېږي. دغه بند به تر پراختیا وروسته د زرګونه هکتاره نورې ځمکې د خړوبولو او زراعتي کولو سبب شي.



































