دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

ښځه د ټولنې د پرمختګ مهم ځواک دی

ليکواله: غوټۍ؛ د چين ميډيا ګروپ د پښتو څانګې خبرياله

مارچ 8, 2021
in لیکنې
0 0
?????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????

?????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????

د مارچ ۸مه نېټه د ښځو له نړيوالې ورځې سره برابره ده. د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو او سيمو کې خلک په همدې ورځ ښځو ته خاص درناوی او مينه وړاندې کوي او د اقتصاد، سياست او ټولنې په شمول د ژوند په بېلا بېلو ساحو کې د دوی تر لاسه شوي برياليتوبونه ستايي. ملګرو ملتونو له ۱۹۷۵م کال څخه د دې ورځې په لمانځلو پيل کړی او اوس دغه ورځ د دغه سازمان په چوکاټ کې يوه مهمه ورځ ګرځېدلې ده. بر سېره پردې، په زياتو هېوادونو کې دغه ورځ د رخصتۍ په توګه ټاکل شوې ده.

د ۱۹۹۵م کال په سپتمبر مياشت کې د ښځو ۴مه نړيواله غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه او د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو برخوالو هغه مهال په دغه غونډه کې د مساواتو، پرمختګ او سولې په اړه ګډه نقشه طرحه کړه. ۲۵ کاله وروسته، د ۲۰۲۰م کال د سپتمبر په ۱۶مه نېټه، په ۲۱مې پيړۍ کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو چارو او د ښځو د رول تر عنوان لاندې د دغې غونډې د يادونې ناسته په بېجينګ کې تر سره شوه. په دغه ناسته کې برخوالو غوښتنه وکړه، چې د ښوونې او کاري فرصت په برخه کې دې نجونو او ښځو ته مناسب فرصتونه برابر شي، څو د ښځينه چارو د پرمختګ سرعت د اقتصاد او ټولنې له پرمختيايي سرعت سره برابر روان شي او ټولې ښځې نيکمرغه او ښه ژوند ولري. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې او د ښځو چارو ادارې مشرې ملامبو اکوکا په دغه ناسته کې دې ته اشاره وکړه، چې د بې وزلۍ له منځه وړل د پر له پسې پرمختګ موخې ته په رسېدلو سره نژدې اړيکې لري او د ښځو او نجونو لپاره هم ډېر مهم دي. ښځې تر ۲۰۳۰م کال پورې د ملګرو ملتونو د پر له پسې پرمختګ د جريان د تر سره کېدو په برخه کې ډېر مهم رول لوبوي.

په چين کې ښځه ( نيم اسمان) بلل کېږي. دوی نه يوازې په کور کې د ميندو، مېرمنو، خويندو او لوڼو په حيث مهم رول لوبوي، بلکې د ټولنيز پرمختګ لپاره هم قوي ځواک دي. په ۲۰۲۰م کال کې د چين په کليوالو سيمو کې د اوسني ميعار له مخې شديده بې وزلۍ پوره له منځه وړل شوې او په دې مناسبت، چين له ټاکلي وخت څخه لس کاله مخکې ( تر ۲۰۳۰م کال پورې د ملګرو ملتونو د پر له پسې پرمختګ موخې ) ته رسېدلی دی. په دې بهير کې زياتو ښځو د حکومتي ادارې تر لارښوونې لاندې په خپلو لاسونو ستر خدمتونه کړي او په رښتينې توګه يې د ( نيم اسمان) رول لوبولی دی.

دغه راز، له ۲۰۱۲م کال راهيسې، چين د کاري فرصتونو د پراخېدو له لارې له بې وزلۍ څخه د وتلو په برخه کې له ښځو سره مرسته کړې ده. مثلأ، په چين کې په سلو کې پنځه پنځوس انلاين چارې د ښځو لخوا تر سره کېږي. اوس د چين دوه ملي غونډې په بېجينګ کې روانې دي. د شمېرنې له مخې، د چين په ۱۳م ملي ولسي کانګرس کې د ښځينه استازو انډول په سلو کې څلورويشت اعشاريه نهه دی، چې دغه انډول د ۱۹۵۴م کال په پرتله په سلو کې دوولس اعشاريه نهه لوړ شوی دی. د دې ترڅنګ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس په ۱۳مې ملي کميټې کې د ښځينه غړو انډول په سلو کې شل اعشاريه څلور ته رسېدلی، چې دغه شمېر د ۱۹۴۹م کال په پرتله په سلو کې څوارلس اعشاريه درې لوړ شوی دی. له دې څخه څرګندېږي چې د چين په سياست کې د ښځو د ګډون انډول ګام په ګام لوړېږي.

د نړۍ له لحاظه، د اقتصاد، سياست او کولتور په شمول بېلا بېلو ساحو کې غوره ښځې رامنځته شوې دي. د افغانستان ملي راډيو او ټلويزيون او بي بي سي پښتو څو ورځې مخکې خبر ورکړ، چې د افغانستان د ملکي هوايي چارو په تاريخ کې د افغان پيلوټانو لومړی ښځينه ګروپ په بريالۍ توګه له کابل څخه هرات ته د الوتنې دنده تر سره کړه. د دغه ګروپ مشره محدثه ميرزايي نومېږي او ۲۲ کاله عمر لري. د افغانستان د ملکي هوايي چارو ادارې څرګنده کړه، چې د دغه ګروپ جوړېدا په ټولنيزو چارو کې د افغان ښځو د ګډون کولو د زياتوالي نښه ده.

که څه هم په ټوله نړۍ کې د ښځينه چارو پرمختګ ګړندی شوی، خو پر وړاندې يې ځېنې مسئلې لا هم موجودې دي. مثلأ، د ۲۰۲۱م کال د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه، د ملګرو ملتونو د اقتصاد او ټولنې ادارې په ۲۰۲۰م کال کې د نړيوالو ښځو د پرمختګ او شمېرنو په اړه يو راپور خپور کړ، چې له مخې يې، په ۲۰۲۰م کال کې په هغو ښځو کې چې عمر يې له کارونو سره سمون خوري، يوازې اووه څلويښت فيصده کاري فرصتونه تر لاسه کړي دي. که څه هم په زياترو ځايونو کې نجونې د هلکانو په شان د ښوونې او تعليم په برخه کې برابر فرصتونه تر لاسه کوي، خو د ساينس، تخنيک او انجنيري په برخو کې د ښځينه محصلينو انډول يوازې پنځه دېرش سلنه دی. له يادو شمېرنو څخه څرګندېږي چې د ښځينه چارو پرمختګ د ټولې نړۍ لا زياتو کوښښونو ته اړتيا لري.

Share7Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In