امریکايي رسنۍ وايي چې د سي ای اې په یوه ارزونه کې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د جمال خاشقجي په وژنه کې ښکېل بلل شوی. بلخوا په مکه مکرمه او مدینه منوره کې د وژل شوي سعودي خبریال جمال خاشقجي د جنازې غیابي لمونځ وشو. واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، په دې ارزونې سره د سعودي حکومت هغه مخکنی ټینګار بې ارزښته کېږي چې ګنې دغه وژنه د څو خپلسرو چارواکو کار و. نوموړی د تېرې اکتوبر لومړیو کې استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ د ننه وژل شوی چې انقره یې پړه د سعودي پر لوړپوړو چارواکو اچوي.