د ټولګټو وزارت چارواکي وايي چې تر دریو میاشتو به د څه باندې ۳۶۰ کیلومتره په اوږدوالي څو مهم سړکونه تر بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپاري.
«په هرو ۱۰۰ ورځو کې یو زېری» د ټولګټو وزارت هغه پروګرام دی، چې په لړ کې یې په هرو دریو میاشتو کې د بیارغونې یوه پروژه بشپړېږي. د ټولګټو وزارت ویاند خلیل احمد امېد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د سړکونو د بیارغونې یادې پروژې په بېلابېلو ولایتونو کې دي.
نوموړي ویلي: «ټولګټو وزارت ۳۶۴ کیلومتره سړک په راتلونکو دریو میاشتو کې ګټې اخیستنې ته سپاري او د کابل د حلقوي سړک کارونه به هم په همدغو دریو میاشتو کې پیل شي.»
د سړکونو د بیارغونې په دغو پروژو کې د ښرنې- انګور اډې سړک، د کندهار- سپین بولدک د سړک یوه برخه، د سپین بولدک- ښورابک سړک، د هرات- بادغیس د سړک یوه برخه او د شبرغان- سرپل سړک شامل دي.



































