د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي چې حوثیانو په وروستیو کې پر عربستان خپل ډول ډول بریدونه ډېر کړي او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده. سرچینې دغه راز ویلي چې دوی د سعودي عربستان تر څنګ درېږي او پر ښکېلو لورو غږ کوي چې جګړې کمې کړي. حوثیان په یمن کې د ایران له ملاتړه برخمن وسله وال دي چې وخت ناوخت په سعودي عربستان کې بېلې برخې په توغندیو او ډرون الوتکو په نښه کوي. بایډن بیا تر دې وړاندې ویلي چې د حوثیانو پر وړاندې د عربستان تر مشرۍ لاندې عملیاتو کې ونډه نه اخلي خو د وروستیو بریدونو او جګړو په اړه یې غبرګون نه ښودلی.






































