د پاکستان مرکزي بانک وایي چې وړم کال یې په همدې موده کې افغانستان ته د ۶۳۳ میلیونو ډالرو په اندازه صادرات لرل خو سږ کال دا شمېره ۵۴۳ میلیونه ډالرو ته راښکته شوې ده. پاکستان وایي چې په دې توګه یې افغانستان ته د صادراتو په کچه کې ۱۴،۱۳ سلنه کموالی راغلی دی. پاکستان دغه راز ویلي چې له افغانستان یې د وارداتو په کچه کې هم کموالی راغلی دی. د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري تل د پاکستاني حکومت د ناسمو سیاستونو له امله له ستونزو سره مخ کېږي او د پاکستان د غیر قانوني اقداماتو له امله کله ناکاله افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیانونه هم اوړي



































