د امریکا کانګریس له کرونا سره د مبارزې او ددې ویروس د اقتصادي زیانونو د ختمولو لپاره د بایډن یوې طرحې ته مثبته رایه ورکړه. په دې توګه د امریکا کانګریس د بایډن د شاوخوا ۱۹۰۰ میلیاردو ډالرو طرحه تایید کړې ده چې له مخې به یې د امریکا د اقتصاد په بیا سمونه کې له دې پیسو کار اخیستل کېږي. د امریکا په سنا کې د بايډن مخالف ګوند بیا دا ډېرې پیسې بولي او په وینا یې د بایډن حکومت د کرونا په نامه خپلې نورې برنامې هم په دې بودیجه او طرحه کې ځای پر ځای کړې وې نو دا چې د ګوند استازي یې ډېر دي په تایید یې بریالی شو. دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ستره تصویب شوې طرحه بلل شوې چې هغې ته ځانګړې شوې بودیجه خورا ډېره ګڼل شوې ده. د بایډن ادارې بیا دا خپله لومړۍ بریا بللې او امریکایانو ته یې ډاډ ورکړی چې له کرونا به یې ژغوري.






































