د ترکيې پوليسو ١٣ تنه فعالان، خبريالان او اکاډميک شخصيتونه نيولي دي. پر دوى تور پورې دى چې د بشري حقونو له فعال عثمان کوالا سره اړیکه لري. کوالا د هغو ادعاوو له کبله په زندان کې دى چې ويل کېږي، د ٢٠١٣ میلادي کال د اعتراضونو په مرسته يې د حکومت د نسکورولو هڅه کړې وه. د بشري حقونو مشهور فعال عثمان کوالا چې تېر کال زندان ته اچول شوى، پنځه کاله مخکې په ملي سطحه د اعتراضونو د تنظيم په تور محاکمې ته انتظار دى. د ترکيې حکومت وايي، هغو اعتراضونو د ٢٠١٦ میلادي کال د جولاى مياشتې ناکامې کودتا ته لار هواره کړه. د ترکيې پوليس وايي، هغه کسان چې پرون نيول شوي، په دې تورن دي چې له کوالا سره يې د ٢٠١٣ میلادي کال د مې مياشتې ناکراريو ته لمن وهلې ده. له ٢٠١٦ میلادي کال راهيسې تر ناکامې کودتا وروسته ترکيې ٧٧ زره کسان بنديان کړي چې محاکمې ته انتظار باسي. دغه راز يې يولک او ٥٠ زره دولتي کارکوونکي او پوځي پرسونل يا له کاره شړلی، يا يې دندې ځنډولي دي.