امریکاوایي د ایران غوږونو ته یې خپل پیغام رسولی دی خو تر اوسه یې ددغه هېواد ځواب نه دی ترلاسه کړی. د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار جک سلیوان وايي د اروپايي شریکانو له لارې یې ایران ته د امریکا دریځ روښانه کړی دی او دغه هېواد ته یې واضح کړې چې باید نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي. جک سلیوان همدا راز ټینګار کوي چې له ایران سره د اټومي ستونزې د حل په لټه کې دي، خو بندیزونه به لرې نه کړي. جک سلیوان دا هم وایي چې امریکا خپلې موخې تعقیبوي او ژر به د ایران د ځینو غیر قانوني کړنو پر وړاندې اقدام وشي.






































