د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي چې په نورستان ولایت کې د ۱۳۰ ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړېږي.
د یاد وزارت ویاند فریدون اژند زیاتوي، چې اوسمهال د ۲۹ ښوونځیو د ودانیو کار پیل شوی دی. اژند ویلي: «اوسمهال د ۲۹ ښوونځیو د جوړېدو چارې دوام لري او په تدریج سره به هغه ۱۳۰ ښوونځي چې ژمنه یې شوې، د نورستان ولایت لپاره جوړ شي. هیله لرو چې په ۱۴۰۰ کال کې دا پروژه بشپړه او د نورستان د پوهنې څانګې ته وسپارل شي.»
د یاد وزارت د ویاند په خبره، د دغې پروژې لګښت نړیوال بانک ورکوي. اژند زیاتوي، چې اوسمهال په ټول افغانستان کې د ۲۶۴۷ ښوونځیو د ودانیو د جوړېدو کار روان دی.
د یادونې ده چې نورستان د هېواد په شمال ختیځ کې پروت هغه ولایت دی، چې د نورو برخو ترڅنګ پکې د ښوونې سکټور هم وروسته پاتې دی.



































